جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / پاکستان / د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې سوداګرو کار بندیز کړی

د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې سوداګرو کار بندیز کړی

د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې سوداګرو د تحریک انصاف د حکومت له لوري د لګول شویو ټېکسونو پر ضد کاربندیز کړی دی او ټول کاروبارونه یې تړلي دي. دا کاربندیز د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې شوی دی او ګواښ یې کړی دی چې حکومت باید تر خبرو مخکې د دوی پر تجارتي مالونو لګول شوي ټیکسونه لرې کړي. په ورته وخت کې د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې لاریونوالو ویلي چې لومړی وزیر عمران خان یې لیدنې ته ورغلی دی خو د دوی ټول وړاندیزونه یې نه دي اورېدلي. دوی وایي تر هغو پورې له حکومت سره خبرې نه کوي څو پورې چې ټیکسونه لرې کړل شوي نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: