شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی

د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی

د پرتګال په یوه غرنۍ سیمه کې یوې ځنګلي سیمې اور اخیستی او تر اوسه یې شل کسان ټپیان کړي دي. په همدې سیمه کې چې د پلازمېنې لیزبون په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، په ۲۰۱۷ کال کې اورلګېدنې سل کسان وژلي وو. څه باندې دوه زره اور وژونکي په دې ځنګلي سیمه کې د اور د وژلو هڅې کوي. د پرتګال د کورنیو چارو وزارت د راپور په اساس، تر اوسه شل کسان چې پکې اور وژونکي او عام خلک شامل دي، د اور لمبو ټپيان کړي دي. په دې ځنګله کې داسې وخت اور لګېدلی چې اکثر اروپايي هېوادونه د کال دا وخت د تودوخې له څپې سره مخ دي او اکثر په ځنګلي سیمو کې د داسې اورلګېدنو خطرونه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: