جمعه , دسمبر 4 2020
کور / ليکنې / د پنجاب مدافع وکیل حکمتیار ته لیکنه: استاذ صاحبزاده مشریقیوال

د پنجاب مدافع وکیل حکمتیار ته لیکنه: استاذ صاحبزاده مشریقیوال

بسم الله الرحمن الرحیم

د پنجاب مدافع وکیل حکمتیار ته:

لیکوال :استاذ صاحبزاده مشریقیوال

وایي چې مړی الله شرموي نو په تخته ترې کار خراب شي. زمونږ حکمت یار صاحب سره په ژوند همدا کار وشو. ټول خلک په طمع وو چې دې سړي په سیاست کې ږیره سپینه کړه نو وطن ته راتلو سره به دا سړی ډېر پاخه او حکیمانه سیاستونه مخ په وړاندې بو‌ځي ولې چې تخلص یې هم حکمتیار دی. مونږ فکر کاوه چې د ماضي نه به دې سړي ډېر څه زده کړي وي خو کیسه برعکس وخته او حکمتیار هماغه د سپي لکۍ ثابته شوه چې لس کاله یې په نچه کې واچوې خو چې نچه ترې اخوا کړې هماغه کږه لکۍ وي.

هغه حکمتیار چې د روسي او امریکايي استعمار د راپرزولو دعوې یې کولې هغه اوس پنجاب ته په ګونډو او سلامي شو او د افغان ریاست جمهوري چوکۍ د ایمان او تقوا په لار د الله نه او بیا د ملت ترڅنګ د ودرېدو پرځای د پنجاب نه غواړي. په داسې کولو حکمتیار په عمل کې وښوده چې حکمتیار لا پخوا نه کوم ریښتینی سیاستدان او حکیم شخص نه و بلکې د هغه نورو جهادي لیډرانو په شان د وخت د ضرورت په بنا د روسانو پر خلاف امریکا او پنجاب د کاغذ تشناب په شان مستعمل کړ او چې کله یې مطلب پوره شو نو ویې غورځاوه او اوس یې یو ځل بیا فقط د خپلو شومو اهدافو لپاره رامخکې کړی او دا ملت پرې یو وار بیا کندې ته غورځوي.

حکمتیار صاحب د چوکۍ په حرص کې دومره ړوند شوی چې د دې ملت په نبض دومره نه پوهېږي چې دا څلوېښت کاله دې پنجاب کومې لوبې د افغانانو سره ونه کړې چې اوس حکمتیار دومره په بې شرمۍ او ښکاره وایي چې هغه افغانان چې د پاکستان مخالفت کوي سېکولر او بې شعوره دي. د پاکستان مخالفین افغانان به ولې بې دینه او سېکولر نه وي چې په پاکستان کې د هیرامنډای په شان مقدس ځایونه دي کنه. د پاکستان مخالف به ولې سېکولر نه وي چې په پاکستان کې د انګرېزي قانون محافظ د فوج مقدس جي ایچ کیو شته. او د پاکستان مخالف افغانان به لاشعوره ولې نه وي چې پاکستان څلوېښت کاله په افغان ملت د حکمتیار په شان لیډران راتپلي او په لمن کې یې ورته چڼې او ممپلي اچولي. بې حکمته حکمتیار فکر کوي چې یوازې همدا ډوډۍ خوري او نور ټول ملت واښه خوري او په دې ملت کې دومره څوک نشته چې د دې خبر وي چې حکمتيار د کوم ځای نه په کومه لار افغانستان ته چا راوړ؟

دا چې مونږه تر اوسه په حکمتیار صاحب د یو زعیم او سپین ږیري مشر په طور پردې اچولې او عیوب مو د ده پټول مونږه د ده په دغه درواغو دعوو غولېدلي وو چې ویل به یې چې زه به همېشه د خپل ملت ترڅنګ ولاړ یم خو اوس یې چې په عمل کې وښوده چې د ملت پرځای د پنجاب ترڅنګ ولاړ دی نو زه هم د ډېرو رازونو پرده پورته کوم او په ښکاره ورته وایم چې:

حکمتیار صاحبه ته دومره افغاني غیرت، پښتو او د انتقام جذبه نه لرې چې په درځنونو برجسته قومندان درنه پنجاب خپل او په درځنونو یې درته قتل او ترور کړل خو ته اوس هم په خپل وطن کې د پنجاب نه چوکۍ غواړې ته ولې دومره بې ضمیره شوې؟ ته د پنجاب په لاس د نورو افغانانو پرته ستا د خپل حزب د ترور شوو شهیدانو او د هغوی د کورنیو او افغانانو هم نه شرمېږې.

آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې د روسانو پر خلاف جنګ کې همدې پنجاب او امریکایانو تر ټولو زیات دیوه غلام په شان وکارولې او په آخر کې یې چوکۍ رباني ته ورکړه؟

آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې د همدغه پنجاب چې کله مطلب پوره شو نو د اسلحې د اکمال دوه سوه هینوګان ټرکونه او د سپین غر تر شا د پاړاچنار په سپینه شګه کې درنه همدې پنجابي کرنېلانو د اسلحې ډیپوان قبضه نه کړل او د خپلو نویو جوړو شویو طالبانو په لاس یې په زغلولو زغلولو تر ایران ونه تښتولې؟ آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې پنجابیانو ډېر وخت بعد ستا د مکرر طلب باوجود هم ستا د خپلوانو جنازو او تعزیت ته پاکستان ته نه پرېښودلې خو چې کله درباندې ایران کې ځمکه راتنګه شوه نو ته په کوم مخ بیا پاکستان ته لاړې؟ او که ته دا فکر کوې چې په تا څوک خبر نه دي نو مونږ ته خو دقیق معلوم یې چې کله دې بیا پنجاب ته د وفادارۍ سر ټیټ کړ نو آیا د البدر د مشر بخت زمین په لاس یې نه ساتلې؟ هغه د سوات په بټخېله کې به د جماعت اسلامي په ډاکټر غاښونه چا ډکول؟ آیا مونږ له تا نه خبر نه وو چې تا به کله مېډیا ته بیانونه ورکول نو ته به د پېښور په حیات آباد او یونیورسټي ټاون کې ناست وې؟ آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې ناست پاکستان کې وې او په مېډیا کې دې وویل چې زه افغانستان کې یم او الله دې ژبه په حق وخویوله او ودې ویل چې مجاهدین افغانستان ته د پاکستان نه نه وراوړي. که ته واقعا په افغانستان کې وای نو ولې به الله شرمولې او د «رااوړي» پرځای به دې «وراوړي» ویل. وایي چې د یو درواغو د پټولو لپاره لس نور درواغ هم نه شي کولی چې اول درواغ پټ کړي. کله چې ته افغانستان ته د پاکستان نه راداخل شوې نو په پاکستان کې زوړ پاکستاني سفیر او زوړ افغان کمشنر رستم شاه مومند وویل چې مونږه

غلط

وخت کې حکمتیار افغانستان ته ولېږه نو که ته د پنجاب غلام نه وای نو بیا دې د دې خبرې رد ولې ونه کړ او دا چې ته لا تراوسه د افغانانو په سترګو کې خاورې اچوې او تکرارا دا وایې چې زه د امریکایانو د راتلو وروسته مسلسل په افغانستان کې وم نو ته په دې خبره چا سره کومک کوې؟ آیا ته په پاکستان پرده اچوې که په خپلې غلامۍ؟ په دواړو صورتونو کې د پاکستان سړی ثابت شوې او خپله غلامي خو اوس نوره نه شې پټولې ځکه چې اوس خو ښه ښکاره او په بې شرمۍ د پاکستان نه دفاع کوې اوس خو دې ټوله پرده فحش شوه. مخکې خو به دې د پاکستان د یوازې نوم اخیستو پرته کله کله ویل چې «زمونږ بعضې کینه کښ ګاونډیان» نو اوس خو د دې ویلو هم ووتې او اوس خو دې د چوکۍ په حرص او د بادار په اشاره د طالبانو دمخالفت نه هم لاس واخیست.

حکمتیار صاحب ته څه فکر کوې چې د پاکستان مخالفو افغانانو ته بې شعوره او سېکولر ویلو باندې چې تا ته په کابل کې د پاکستان د سفارت نه دوه میليونه ډالر درکول شو تا نه څوک نه دي خبر؟

آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې د سویس په بینک کې دې میليونونه ډالر منجمد شو. کله چې ته د خپل زوم غیرت بهیر سره سویس ته روان وې او د طیارې مېلمه پالې ته وپېژندې او له تا یې پوښتنه وکړه چې حکمتیار نه یې؟ نوتا ورته په خپلې خولې لاس کېښود او د چپ پاتې کېدو اشاره دې ورته وکړه تا په سویس کې څه کول؟ ته هماغه حکمتیار نه یې چې ایران ته د تېښتې په وخت کې دې د پاکستان جماعت اسلامي ته میليونونه ډالر د ساتلو دپاره امانت ورکړل او چې کله پنجاب بیا ځای درکړ نو د جماعت اسلامي نه دې د خپلو پیسو مطالبه وکړه او هغوی درته بعضې پورزې په لاس کې ونیولې چې ځه کاکا خپل کار کوه تا دکوره نه وې راوړې تا د اسلام په نوم جمع کړې وې او مونږه له تا نه زیات د اسلام خدمت کوو بیا پوښتنه ونه کړې نو تا سره پاکستان کوم ښه کړي چې تا بیا د پاکستان غلامۍ ته ملا وتړله. آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې د انجينر فیض محمد په شان قومندان درته آی ایس آی په شمشتو کې وویشته او نور په درجنونو قومندانان یې درته پېښور کې ترور کړل ستا د سېکرتر حاجي فرید په شمول خو ته بیا هم حیا نه لرې او د خپل ملت پر ضد د پاکستان پر ننګه خبرې کوې.

آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې ټول عمر دې د اسامه نه خوراک وکړ حتی چې د امریکایانو د راتلو سره سم یې درته د دوبۍ نه په سووونو ګاډي په میليونونو ډالرو راوغوښتل او هغه تا خرڅ او تا او کشمیرخان سره د جهاد په نوم هضم کړل او د هغوی سره دې هم وفا ونه کړه. مونږه ستا کوم موقف تایید کړو آیا ته هماغه حکمتیار نه یې چې د شمال خام کله ګانو ته دې لورګانې د دې خبرې د نمایش دپاره ورکړې چې زه قام پرست نه یم. هماغه شمالیانو په سخته کې ټولو پرېښودې او هماغه شمالیانو چې د جنګ په وخت کې به یې په مخابرو کې ستا قومندانانو ته پېغورونه ورکول چې ستاسې د مشر لورګانو مو داسې او هغسې کړې اوس دې بیا هماغه خام کله ګان په څنګ کې نیولي.

ته هم هغه حکمتیار یې چې په خپل باډي ګارډ حاجي ګل رحمان دې هم غیرت ونه کړ چې آی ایس آی ستا د زوم غیرت بهیر سره په اسلام آباد کې ونیوه او ویې واژه او نه دې د غیرت نه خالي زوم غیرت بهیر دومره غیرت لري چې بیا د پنجاب په دسترخوان خوراک ونه کړي بلکې اوس خو ستا او د پنجاب ترمنځ د ربط تار ستا همدا پنجابیانو ډبولی زوم او ستا لوچک زوی حبیب الرحمن دي. که ته ریښتینی افغان یې نو د شمشتوکیمپ ولې لا تراوسه ساتې؟ که ته ریښتینی افغان او مسلمان یې نو په پاکستان کې د افغانانو په زورولو ولې چپ پاتې یې؟ که ته ریښتینی افغان او د پنجاب غلام نه یې نو بیا ولې د ډېورنډ د کرغېړنې کرښې باره کې چپ پاتې یې ته خو ځان د دې ملت مشر او نماینده بولې؟ که ته ریښتینی افغان یې نو بیا ولې په کونړ د پاکستان د توپخانې پرخلاف آواز نه پورته کوې. ته څه فکر کوې چې افغانان نه پوهېږي چې ستا چوپتیا عین وطن فروشي او دین فروشي ده؟ دا چې ته لا تراوسه په کوزو پښتنو او قبایلو او بلوچو د پاکستان ظلمونه نه غندې او د منظور پشتون باره کې هم خاموش یې نو نور ستا د غلامۍ دپاره کوم دلایل پکار دي؟

د دغه ټولو شرمونو سره ځکه الله پاک مخ او رسوا کړې چې ستا ټولې دعوې د دروغو وې او ته یو ریاکار، دیکتاتور، مستبد، شهرت پسند، خودپسند او معجب بالنفس انسان یې. ته نیم ملا او نیم حکیم هم خطره ایمان او هم خطره جان یې. مونږ دې ښه پېژنو چې کاپي پیسټ ملا یې او کوم جاهلان چې تا د یو عالم په صفت پېژني هغه پخپله بېچارګان خبر نه دي چې ته د سیاسي خیانت او وطن فروشۍ سره سره یو د ینی او علمي خاین هم یې او تا د شهرت دپاره د امام بخاري په شان امامانو د مجروح کولو پسې هم ملا تړلې. ته په امریکایي نظام کې شامل هم شوې او په میليونونه ډالر هم خورې او بېرته د نظام بېخ کني هم کوې.ته شپېلی هم وهې او ستوان هم خورې

. نو همدا لامل دی چې ستا ډېر نېزدې ملګري چې ستا او ستا د حزب په ټس کې زورېدلي وو او

س له تا په تېښته دي. ته چې کله د امریکایانو پرخلاف د درواغو په سنګر کې ناست وې په تا به لا یو څوک غولېدل خو اوس نو نور نه د دین شوې او نه د سادين. د ریاست جمهوري ارمان د ځان سره قبر ته یوسه.

حکمتياره ته دومره بې ضميره انسان يې چې د قدرت د حصول او د پاکستان د خوشحالولو دپاره په پاکستاني طالبانو د هند د ملاتړ ناروا تورونه لګوې. هغه طالبان چې ستا د دين او وطن نه د دفاع په اول خط کې د انګرېزانو په لاس د تربيه شوي پاکستاني فوځ مخې ته ولاړ دي. نو دا ثابته شوه چې ستا د اسلام او ملت سره هيڅ کار نشته بلکه ته هم د پاکستاني فوځ يو تربيه شوی غلام يې.

مونږ افغانان ښه په دې پوهېږو چې ته په نظامي میدان کې یوه ناچلنده سکه یې نو ځکه دښمن ته د سیاست او په بله معنی د ملت غولولو میدان ته راوویستې خو افغانان نه دومره بې ضمیره دي او نه دومره بې حافظې چې ستا ټولې ناخوالې هېرې کړي اوس نو د ټولو افغانانو او مسلمانانو مسئولیت دی چې ستا په شان د پردو مهرې د افغانستان د سیاست د میدان نه دباندې وغورځوي. مونږ ښه په دې پوهېږو چې که چوکۍ چا در نه کړه نو ته به یو ځل بیا تخریب ته ملا تړې او بیا به د افغانستان د دښمنانو په لاس د دین او وطن پر ضد کارول کېږې خو یاد ساته چې ملت اوس بیدار شوی او ستا یو خیانت هم نه پټېږي او ستا آخرنۍ څرګندونې خو داسې خطا ده چې که ته اوس هر پرتوګ ورواغوندې نو له کاره لوېدلی وي او د دې نتیجه به درته په انتخاباتو کې معلومه شي لکه ستا معاون قطب الدین هلال ته چې په انتخاباتو کې ملت آیینه په لاس کې ورکړه. د خپلو پلیتو اظهاراتو نتایجو ته تیار اوسه.

ننګرهار

۲۷/۱/۱۳۹۸ هـ ش

یادونه: ټرایبل نیوز کې نشرېدونکې لیکنې د لیکوال خپل نظر دی د ادارې نظر ورسره شرط نه دی.

13 تبصرې

  1. viagra online canadian pharmacy viagra viagra for men online

  2. viagra amazon generic viagra viagra from india

  3. is there a generic viagra how to get viagra generic viagra cost

  4. pain meds without written prescription generic cialis buy online drugs

  5. how does cialis work cheap cialis coffee with cialis
    5mg cialis

  6. the effects of cialis on women cialis for sale 30ml liquid cialis
    cialis daily

  7. drugs to treat ed https://canadaedwp.com/ cheap drugs online

  8. how to cure ed naturally https://canadaedwp.com/ best non prescription ed pills

  9. compare pharmacy generic drugs from india

  10. personal loans for bad credit payday loans online fast deposit

  11. generic cialis without prescription generic cialis cialis prices

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: