یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د پکتیا قومنداني: پولیسو دوه ماین لېږدوونکي له ماین سره لاس په لاس نیولي

د پکتیا قومنداني: پولیسو دوه ماین لېږدوونکي له ماین سره لاس په لاس نیولي

نن دوشنبه د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۱۱ مه نیټه؛ د پکتیا امنیه قومندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت منسوبینو د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه ماین لېږدونکي چې په یوه الټو ډوله موټر کې یې ماین انتقالولو د ماین سره یو ځای لاس په لاس د مرکز ګردیز اړوند دوغ اباد په سیمه کې نیول شوي دي چې په دې سره په مرکز ګردیز کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.
یاد نیول شوي کسان د مرکز ګردیز اوسیدونکي دي، په لومړنیو معلوماتو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی چې دوسیه به یې ډیر ژر اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

دا لاسته راوړنې داسې مهال ترسره کیږي چې په تیرو څو ورځو کې افغان ملي پولیسو وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اړولې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: