یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د چین سفیر: د افغان سولې په ملاتړ کولو ټینګار وکړ

د چین سفیر: د افغان سولې په ملاتړ کولو ټینګار وکړ

په کابل کې د چین نوي سفیر «وانګ یو» له خبریالانو سره په ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ.
نوموړي په کابل کې له خبریالانو سره په ګډه ناسته کې دغه راز خوښي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د چین د نوي سفیر په توګه ګومارل شوی او هیله یې وښوده چې په افغانستان کې روان کړکېچ او تاوتریخوالی له سوله ییزو لارو پای ته ورسېږي.
د نوموړي په خبره، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او جګړې د هېچا په ګټه نه دي او یوازینۍ لار چې افغانان له روان بحران څخه ژغورلی شي، د سولې خبرې دي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې هېواد یې د نړۍ د دویم لوی اقتصادي ځواک په توګه تیار دی چې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د «وانګ یو» په خبره، سره له دې چې لاهم تر ۲۰ میلیونو زیات چینایان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو دوی له دې سره سره، ژمن دي چې له خپلو افغان دوستانو سره په دې سختو شرایطو کې مرسته وکړي، تر څو یوې پایدارې سولې او ټیکاو ته ورسېږي.
په کابل کې د چین سفیر دغه راز وویل چې هېواد یې له افغانستان سره پر دوو اړخیزو همکاریو ولاړې اړیکې لري او هېڅکله هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه نه کوي. د هغه په خبره، په کابل کې د چین د سفیر په توګه له ټاکل کېدو څخه یې نږدې نیمه میاشت تېرېږي، چې په دې موده کې یې له ګڼو افغانانو سره له نږدې لیدلي چې د چین په اړه یې ښه نظر درلود او هغه یې د افغانستان د ښه ګاونډې په توګه یاداوه.
نوموړي یو ځل بیا ټينګار وکړ چې هېواد یې تیار دی چې افغانانو ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د بین الافغاني ناستې کوربه توب وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: