دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر د یو کېدو خبرې روانې دي

د ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر د یو کېدو خبرې روانې دي

ویسا ورځپاڼې ته باوري سرچینو ویلي، له یو بل سره د ډاکتر عبدالله او حنیف اتمر د ټاکنیزو ټیمونو د ادغام کېدو پر سر تودې خبرې روانې دي. د سرچینې په خبره، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې دغه خبرې روانې دي او یو څه پرمختګ پکې شوی دی. سرچینه وايي، خبرې پر دې دي چې له دواړو ټیمونو به یو ولسمشر او بل یې مرستیال وي او یا یو ولسمشر او بل به یې صدراعظم وي. دغه دواړه ټیمونه مخکې له مخکې پر اجرایه ریاست او لومړي وزارت توافق لري. بل لور ته انجنیر حکمتیار هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یو شمېر انتخاباتي ټیمونو د یو کېدو خبرې پيل کړې دي، خو نوموړي د دې ټیمونو او یا یې د مشرانو نومونه نه دي په ګوته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: