پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / ليکنې / د ډیورنډ کرغیړنې کرښې په اړه د غرب موخه څه ده؟ لیکوال: جیلاني ځواک

د ډیورنډ کرغیړنې کرښې په اړه د غرب موخه څه ده؟ لیکوال: جیلاني ځواک

د مسيدو په مشرۍ د پاکستاني طالبانو رهبري د پاکستان په نيت او لوبه پوي شوې وو، پي ټي ټي ورو ورو د يوې مذهبي تندلارې ډلې پرځاى د يو پښتنون ناسيونالست ځواک بڼه نيوله، د کرنل امام وژنه د دې ډلې د فکري بدلون يوه ښه بيلګه وه، په همدې مهال پي ټي ټي د افغان حکومت سره هم د خبرو اترو لړۍ پيل کړه، لطيف مسيد په همدې مقصد د ملي امنيت ځواکونو په ملتيا کابل ته را روان وو، خو امريکايي ځواکونو په دښمنانه توګه هغه په لار کې اختطاف کړ، دا کار د حامد کرزي د سخت غبرګون سره مخ شو، ډيره هڅه يې وکړه خو امريکايانو پرينښود،
کله چې د اشرف غني حکومت راغى، امريکا يانو غوښتل لطيف مسيد افغان حکومت ته وسپاري خو اشرف غني په پوره بې ننګي پاکستان ته وسپاره او په دې توګه ېې افغانستان ته يو تاريخي شرم راواړوه، اشرف غني ځکه دا کار وکړ چې له دې څخه دمخه يي د پاکستان سره د استخباراتي همکاريو په تړون موافقه کړې وه، د دې تړون په اساس افغانستان مکلف و پاکستان سره د ډيورنډ پر کرښه د بيلتون پاله وسله والو(د بلوچانو د ازادۍ غورځنګ او احياناً پښتانه ملت پال) په وړاندې يو ځاى مبارزه وکړي.
دې حکومت پاکستان سره د اس او پي سند او د انګلستان په ملګرتيا د بارډر منجمنټ سند لاسليک کړ، چې په يوه بڼه د ډيورنډ د کرښې د رسميت پيژندلو په مانا ده، او د همدې تړونونو په مټ پاکستان وکولاى شول د ډيورنډ پر کرښه اغزن تارونه تير کړي خو افغان حکومت سوڼ شانتې هم ونکړي،
د امرالله صالح په قول غني پاکستان ته اجازه ورکړه چې پاکستاني پوځيان د افغانستان په خاوره کې دننه د خپلو مخالفينو پرضد عمليات وکړي او زموږ د ملي امينت په زندانونو کې له بنديانو پلټنې وکړې،
نو په داسې يو مهال که د امريکا د کانګريس يو غړى دا وايي چې د ډيورنډ کرښه بايد په رسميت وپيژندل شي، دا بايد بابيزه ونه ګڼل شي، تر دې دمخه افغانستان کې د امريکا پخواني سفير، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې او همدا رنګه د انګلستان سفير هم دا خبره کړې ده، داسې ښکاري، غرب غواړي پاکستان چې په سيمه کې د انګلستان او امريکا د ستراتيژيکو لوبو يو ښه لوبغاړى دې، د يو امتياز په توګه ورته د ډيورنډ کرښه ډالۍ کړي، او له بده مرغه په افغانستا کې داسې يو حکومت دى چې دخپل واک د دوام په خاطر کيداى شي هر رنګ معاملي ته حاضر شي،
نو د افغانستان ملت، سياسي ګوندونه او ډلې بايد د دارنګ غږونو په وړاندې چوپ پانې نشي او بايد دا پيغام هم حکومت او هم نړيوالو معامله ګرو ته ورکړل شي چې ملت په دې اړه څومره حساس دى،
هسې نه چې خداې مکړه سبا دا حکومت د پښتون ژغورنې په غورځنګ هم سودا وکړي او افغانستان ته يو بل تاريخي شرم را واړوي.

#یادونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: