جمعه , اپریل 3 2020
کور / اقتصاد / د ژمې په رارسېدو سره پاکستان د ګازو له کمښت سره مخ دی

د ژمې په رارسېدو سره پاکستان د ګازو له کمښت سره مخ دی

د ژمې په رارسېدو سره پاکستان د ګازو له کمښت سره مخ دی. د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د پاکستان ستر ښارونه د ګازو له بېسارې کمښت سره مخ شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا هېواد شپږ میلیارد متر مکعب ګازو ته اړتیا لري چې اوس کولی شي یوازې څلور میلیارد متر مکعب ګاز ښاریانو ته عرضه کړي. په ورته وخت کې ویل کېږي چې د همدې ستونزې له امله له تېرو دریېو ورځو راهیسي ځینې کارخوني هم تړل شوې دي. بلخوا د لاهور ایالت چارواکي وایي، دوی نشي کولی هم مهاله ټول ښار ته ګاز ورسوي. د دوی په وینا د همدې ستونزې د کنټرول لپاره یې ګاز سهمیه بندي کړی دی او یو شمېر سیمې ان تر ۱۲ ساعتونو پورې له ګاز څخه محرومې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: