شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل – جلال آباد په لویه لاره، موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي

د کابل – جلال آباد په لویه لاره، موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل- جلال اباد پر لويه لار د موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی. د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سيمه کې د جلال اباد- کابل پر لویه لار د کرولا او ټېلري موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د هغه په وينا چې په پېښه کې د کرولا موټر درې سپرلي مړه شوي او يو بل ټپي دی. هغه وايي چې یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: