شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل په موټر بم برید کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل په موټر بم برید کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي د کابل په پنځلسمه حوزه کې- قصبې ته نږدې- موټر بم چاودلی چې له امله یې ۷ ولسي وګړي وژل شوي او د ۴ بهرنیانو په ګډون ۱۰ نور ټپي شوي دي.

د ښاغلي رحیمي په خبره، د برید موخه د ګارډا ورلډ په نوم بهرنی امنیتي شرکت و.

نصرت رحیمي رسنیو ته استولې اعلامیه کې دا هم زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې دا شمېره لومړنۍ ده او ښايي بدله شي:

چارواکي دا هم وايي، چې دې پېښه کې ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تراوسه د دې پېښې مسولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
د پېښې انځورونه ښيي چې دې چاودنه کې څو موټر زیانمن شوي او نږدې استوګنځیو ته هم تاوان رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: