یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کندوز چارواکي وایي طالبانو ۹ پولیس وژلي

د کندوز چارواکي وایي طالبانو ۹ پولیس وژلي

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر څو امنیتي پوستو د طالبانو برید کې ۹ ملي پولیس وژل شوي دي. د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وویل، چې یاد پولیس تېره شپه د طالبانو د برید پر مهال وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. تېره اونۍ هم په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د برید پرمهال دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. بلخوا په کندز کې د ۲۱۷پامیر قول اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: