پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / د کوزې پښتونخوا په کوز دیر کې د جرګې پر مهال پينځه تنه وژل شوي

د کوزې پښتونخوا په کوز دیر کې د جرګې پر مهال پينځه تنه وژل شوي

دخیبر پښتونخوا دکوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.
د سیمې دپولیسو یو تن مشر یا ډي‌ ایس پي اجمل خان رسنیو ته ویلي دا پېښه دخالي په ورځ د منډا تاڼې په حدودو ګوسم سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې د دوؤ فریقینو ترمینځ د قرض یا پور په شخړه یوه جرګه روانه وه.
ډي ایس پي وایي د جرګې په مهال د دواړو خواؤ ترمینځ خبرې اترې ترخې شوي اؤ په یو بل یې ناتاره ډزې کړي چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو تن ژوبل شوی دی.
پولیس وایي په وژل شوؤ کې د څلورو کسانو رحمت الله جان،حمیدالله، ریاض اؤ اسماعیل تړاؤ د یوې کورنۍ سره دی اؤ طارق نومې تن له بل اړخ نه وژل شوی دی
پولیس وایي دپېښې نه وروسته ډزې کوونکي له موقعې تښتېدلي خو پولیسو دهغوئ په ضد مقدمه درج کړې دنیولو دپاره یې چاپې وهل پیل کړي دي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې زیاتره مهال د جرګو په وخت د مخالفینو ترمینځ د نښتو دغسې پېښې مخې ته راځي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: