پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د کونړ والي:پاکستان د ګڼو پروژو د پیل مخالفت کوي

د کونړ والي:پاکستان د ګڼو پروژو د پیل مخالفت کوي

د کونړ سیند د مهارېدو پروژې د پرانېستې په مراسمو کې والي میرزکوال وویل: پاکستان نه پرېږدي چې په دې ولایت کې بنسټیزې پروژې عملي شي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، څلوېښت کاله کېږي چې پاکستان په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړې او استخباراتو يې د ډيورند کرښې دواړو خواوو قومونه سره بې اتفاقه کړي دي .

نوموړي دغه څرګندونې د یو مېلیارد افغانیو په ارزښت د کونړ سیند مهارېدو د پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وکړې او زیاته يې کړه: (( دغه هېواد د (سور تاق بند) په ګډون د ګڼو پروژو د پيل مخالفت کوي.))
د کلونو انتظار وروسته د حکومت له لوري د کونړ سیند د مهارولو د پيل چارو مراسمو کې د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمان کریمي وویل: (( د سیند دواړو غاړو ته د پنځوس کیلومتره بولډروال پر پروژې یاد وزارت څه باندې یو مېلیارد افغانۍ لګوي چې په دوو برخو کې به یې چارې بشپړې شي.))
هغه زیاته کړه نوی جوړېدونکی استنادي ديوال د مرکز اسداباد له نواباد سیمې پیل او تر نورګل ولسوالۍ رسېږي چې په جوړېدو سره به یې څه باندې درۍ زره هکټاره ځمکه له سینده راوګرځول شي.

د کونړ ولایتي شورا غړی او اوسېدونکي د حکومت څخه د لا زیاتو پروژو غوښتنه کوي.

د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار وايي، وزارت باید د یادې پروژې کارونه په متواتره توګه تعقیب کړي.

د دې ولایت یو تن قومي مشر ملک اصف وویل: کونړ ولایت د پراخه اوبه په درلودلو سره يې په هکتارونو ځمکې للمې دي چې د اوبو مهارولو سره به یې ځمکې خړوبې شي.

د یادونې ده چې له کلونو راهیسې د دې ولایت اوسېدونکي د سور تاق د برښنا بند د جوړېدا غوښتنه هم کوي چې د چارو کارپوهانو په وینا جوړېدا سره به یې ختیځ ولایتونو د برښنا له درکه خودکفاء شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: