شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کونړ والي: د افغانیو دودول زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی

د کونړ والي: د افغانیو دودول زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال نن پنجشنبه په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل چې په دې ولایت کې یې په افغانیو د راکړې ورکړې دودولو لپاره دطرزالعمل له مخې عملیاتي پلان جوړ کړی او د دولتي ادارو په ګډون په ټولو برخوکې به یې په پوره جدیت سرپلی کړي
هغه د پوهنتون استادانو،علماوو،سوداګرو،قومي مخورو ،هټۍ والو او په ټوله کې د ټولنې له ټولو وګړو وغوښتل چې د افغانیو دودولو په برخه کې د پوهاوي ترڅنګ د راکړې ورکړې په چارو کې له افغانیو ګټه واخلي.

کونړ والي وویل چې بندرونو او هم دولتي ادارو ته د داخېلدو پروخت به هم دغه چاره په جدي توګه تعقیب او کلدارو ناقانونه چلن مخنیوی به وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: