شنبه , اګست 15 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کډوالۍ نړیوالې ادارې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې ۱۱۵۵۴ افغانان له ایران او ۲۳۳ تنه له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې ۶۳۹۱ افغان کډوال له ایران او ۱۰ تنه له پاکستان څخه په جبري ډول او نور په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي. ددې ادارې په وینا، د روان کال له پیله له ۴۶۰ زرو زیات افغانان له ایران او له ۱۸ زرو زیات له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي. خبرپاڼه زیاتوي چې له دې ډلې څخه ۱۹۳ زره افغانان له ایران او له ۲۵۵۰ زیات نور له پاکستان څخه په جبري ډول ایستل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: