جمعه , جولای 3 2020
کور / روغتيا / د یخنۍ په موسم کې هګۍ خوړل څومره ګټور دي؟

د یخنۍ په موسم کې هګۍ خوړل څومره ګټور دي؟

په يخ موسم کې انسان هڅه کوي داسې څه وخوري چې هغه تود وساتي، نو په يخ موسم کې بيا هر انسان د ګرمو يا تودو خوراکونو په لټه کې وي.
همدا راز په يخ موسم کې د انسان لوږه هم زياتېږي او ډېر هغه خوراکونه چې په ګرمۍ يا اوړي کې ډېر نه خوري، نو هغه بيا په يخ موسم کې هره ورځ کاروي او خوري يې، لکه سوپ، وچه مېوه او هګۍ وغېره.
يو شمېر پوهانو په يخ موسم کې د ځينو ناروغيو نه د ځان ساتلو لپاره د هګيو خوراک لازمي ګڼلى دى.
پوهان وايي، چې هګۍ له روغتيا برخمنه ده چې په يخ موسم کې د دې لپاره يې هم خوړل پکار دي چې په يخ موسم کې ډېر جراثيم انسان ناروغي او په هګيو کې په قدرتي ډول داسې اجزاوې شته، چې هغه د باکټېريا د ختمولو لپاره کار کوي.
پوهان وايي، چې په يوه هګۍ کې ٦ ګرامه پروټين موجود وي او همدا راز په هګۍ کې يو داسې پروټين هم شته چې په بدن کې دننه د اېنټي باډيز جوړولو کار کوي او د بدن مدافعتي نظام قوي کوي.
په هګۍ يو ډول داسې غوړ يا روغن شته چې هغه انسان له چاقوالي څخه هم ساتي او تر څه حده پورې د انسان بدن هم تود ساتي.
پوهان دا هم وايي، چې په هګيو کې ويټامين ډي ډېر زيات دي، ځکه په يخ موسم کې لمر ډېر نه راښکاره کېږي او د انسان ويټامين ډي کمېږي، چې بيا د هډوکو له دردونو سره مخ کېږي، نو هګۍ کولاى شي چې د انسان ويټامين ډي پوره کړي، نو په يخ موسم کې د هګيو خوړل ځکه هم لازمي دي.
د يادولو ده که هګۍ جوش وخورئ، که يې سره کړې وخورئ او که يې په کوم بل خوراک کې يو ځاى کړئ، نو په هر ډول چې يې خورئ ګټه يې يو ډول ده.

6 تبصرې

  1. I’m amazed, I have to admit. Seldom do I come
    across a blog that’s equally educative and interesting, and without a
    doubt, you’ve hit the nail on the head. The problem is something that not enough people are
    speaking intelligently about. I’m very happy that I stumbled across this during my hunt for something concerning this.

  2. Very rapidly this site will be famous among all blog
    viewers, due to it’s fastidious articles or reviews

  3. I know this if off topic but I’m looking into starting my
    own blog and was curious what all is required to get setup?
    I’m assuming having a blog like yours would cost a pretty penny?
    I’m not very web savvy so I’m not 100% positive. Any tips or advice would be greatly appreciated.
    Thanks

  4. Thanks to my father who told me on the topic of this webpage,
    this webpage is actually amazing.

  5. This blog was… how do you say it? Relevant!!

    Finally I have found something that helped me. Many thanks!

  6. Howdy! This article couldn’t be written any better!
    Going through this article reminds me of my previous roommate!
    He constantly kept talking about this. I’ll forward this information to
    him. Pretty sure he’ll have a very good read.
    Thank you for sharing!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: