دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / راند پال: افغان جګړه نظامي حل نه لري

راند پال: افغان جګړه نظامي حل نه لري

افغان جګړه نظامي حل نه لري نو له دغه هېواد دې امریکايي سرتېري و ایستل شي. امریکايي سناتور راند پال له سي بي ایس نیوز سره په خبرو کې ویلي، ټول امریکايي جنرالان په دې باور دي چې افغان جګړه له نظامي لارو د پای ته رسېدو نه ده، نو له دې امله په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور ته هم اړتیا نشته ده. دده په خبره امریکا باید د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغان ځواکونه تجهیز کړي، د سیاسي مذاکراتو لړۍ پراخه کړي او په دغه هېواد کې له ديپلوماتیکو لارو روانه جګړه پای ته ورسوي. راند پال زیاته کړې چې امریکايي ځواکونه د کلونو لپاره په افغانستان کې وو، خو هلته جګړه پای ته و نه رسېده نو دا ثابته شوې ده چې د سرتېرو په زیاتولو دلته روانه جګړه پای ته نه شي رسېدلی، بلکې سیاسي حل یې یوازینۍ لار ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: