جمعه , اپریل 3 2020
کور / خبرونه / پېښې او جرمونه / روان کال د کابل-لغمان پر لار تر پنځوسو پورې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې دي

روان کال د کابل-لغمان پر لار تر پنځوسو پورې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې دي

روان کال د کابل-لغمان پر لار تر پنځوسو پورې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې دي. د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي پر دغه لار د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګڼه ګوڼې له امله د ترافیکي پېښو شمېر ډېر شوی دی. د لغمان ولایت د ترافیکو مدیریت وایي د روان کال له پیله د کابل-لغمان پر لار کابو پنځوس ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې چې له امله یې ۴۵ کسان وژل شوي او نږدې سل نور ټپیان دي. دغه مدیریت پر یاده لار د ترافیکي پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او له موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې له احتیاط کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: