دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / روحاني:د امریکا بندیزونو پر ایران هېڅ راز منفي اغېز نه دی کړی

روحاني:د امریکا بندیزونو پر ایران هېڅ راز منفي اغېز نه دی کړی

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي د امریکا بندیزونو پر ایران هېڅ راز منفي اغېز نه دی کړی او امریکا په دې کار کې ناکامه ده. هغه زیاته کړې چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې، امنیت شورا او نورو نړیوالو کنفرانسونو په لړ کې امریکا یوازې پاتې شوې ده او ټول هېوادونه د ایران څنګ ته درېدلي دي. حسن روحاني ټینګار کړی چې دوی به له خپلو حقوقو دفاع کوي او نړیوال دې هم د امریکا پر نارواوو سترګې نه پټوي. ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ شوی دی. امریکا وايي ایران هڅه کوي اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، خو ایران وايي دوی ددې کار پلان نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: