دوشنبه , فبروري 17 2020
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه وایي امریکا افغانستان ته د داعش په لېږد کې لاس لري

روسیه وایي امریکا افغانستان ته د داعش په لېږد کې لاس لري

د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار نیکولای پیتروشف په ایران کې د سیمه ییز امنیت په کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې امریکا په سوریه او عراق کې ماتې خوړلي داعشیان افغانستان ته لېږدولي دي. دده په خبره امریکا په ځینو مواردو کې له دغه ډلې سره مرسته هم کړې ده. نیکولای زیاتوي چې لا هم په افغانستان کې د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ ترمنځ داعش وسله وال موجود دي او خپل فعالیتونه ترسره کوي. هغه زیاتوي چې دغه ډله هر کال د نشه یي توکو او نورو غیر قانوني فعالیتونو له درکه ۶۰۰ میلیونه ډالر ګټي او په همدې پیسو خپله جګړه مخ ته وړي. دغه روسي چارواکي د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې هم بې ګټې بللې دي او په خبره یې طالبان باید مجبور کړل شي چې د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: