جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / روسیه S-400 ډوله دفاعي سېستم وسايل د ترکيې يوې پوځي اډې ته لېدولي

روسیه S-400 ډوله دفاعي سېستم وسايل د ترکيې يوې پوځي اډې ته لېدولي

روسيې د ميزائيلو د S-400 ډوله دفاعي سېستم تازه وسايل د ترکيې يوې پوځي اډې ته لېږلي دي.

د ترکيې دفاع وزارت نن په يوه ټوېټ کې د روسيې د پنځمې او شپږمې باروړونکو الوتکو په اړه معلومات ورکړي چې پلازمېنې انقرې ته نږدې په مورتيد هوايي اډه کې کېناستلې دي.

ترکيې د S-400 ډوله دفاعي سېستم د وسايلو لومړي درې بارونه وړمه ورځ ترلاسه کړل او څلورم بار پرون ورورسېد.

ترکيې په دې برخه کې د امريکا د متحدو ايالتونو د بنديزونو د ګواښ پروا نه ده ساتلې.

واشنګټن او متحدان يې وايي، د روسيې ساخت دغه دفاعي سېستم د ناټو له سېستمونو سره اړخ نه لګوي او د امريکا ساخت (F-35) ډوله الوتکو ته يو ګواښ ګڼل کېږي.

واشنګټن استدلال کوي ترکيه دې د دې پرځاى د پاټرايت په نوم د امريکا ساخت دفاعي سيسټم رانيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: