جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / زابل: شاه جوی ولسوالۍ د جدي ګواښ سره مخ ده

زابل: شاه جوی ولسوالۍ د جدي ګواښ سره مخ ده

د زابل د شاه جوی ولسوال وزیرمحمد جوادي وایي په تېرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ پر مرکز پر له پسې بریدونه کړي. دده په خبره په دې بریدونو کې یوه پوسته سقوط شوې ده، شپږ امنیتي سرتیري او لس وسله وال وژل شوی څلور سرتیري او اوه وسله وال زخمیان دي. ولسوال وایي، چې په دې نښتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون په بازار کې ګڼو دوکانونو ته هم زیان اوښتی دی. نوموړي وویل چې د زابل د بیلابیلو ولسوالیو تر څنګ له غزني او کندهار ګڼ شمیر طالبان هلته ورغلی او ډله ییز بریدونه کوی په هره حمله کي ۲۰۰-۳۰۰ طالبان وي او غواړي ولسوالۍ سقوط کړی. د هغه په وینا، له بیا بیا غوښتنو سره تر اوسه هلته میشتو ځواکونو ته مرسته نه ده رسیدلې. ولسوال جوادي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې باید بیړنۍ ځکنۍ او هوایي مرسته وکړي او که ولسوالۍ سقوط شوه، نو ډیر زیات تلفات به واوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: