جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / زابل کې خواوشا پنځوس کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي

زابل کې خواوشا پنځوس کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي

په زابل ولایت کې څه د پاسه (۵۰) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۳مه نېټه د کلات ښار ته د ننوتو په دروازه کې له یوه باروړونکي موټر څخه ۵۲ کیلو ګرامه ښیښه تر لاسه کړې چې له هېواده بهر قاچاق کېده او په دې تور یې موټر چلوونکی هم نیولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: