جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / زابل کې د ډیورنډ په نا منل شوې کرښه جګړه روانه ده

زابل کې د ډیورنډ په نا منل شوې کرښه جګړه روانه ده

د زابل شملزو ولسوالۍ اړوند ډیورند فرضي کرښه ځنځیر سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه پيل شوې ده.
یوه امنیتي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي شمشاد ته وویل، نن ماسپښین شاوخوا ۲ بجې په یاده سیمه کې افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه پيل کړې چې اوس هم دوام لري.
سرچینې زیاته، کړه چې په جګړه کې یو افغان سرتېری ټپي شوی خو پاکستاني ځواکونو ته د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه شته.

تر اوسه د نښتې لامل نه دی مالوم چې جګړه د کوم لوري له خوا پیل شوې خو تېره میاشت هم په همدې سیمه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د اغزن سیم غځولو پر سر دواړو خواوو جګړه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: