پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / زاخیلوال:طالبانو سره د اووم پړاو مذاکرات خورا مهم دي

زاخیلوال:طالبانو سره د اووم پړاو مذاکرات خورا مهم دي

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخیلوال وایي، چې اووم پړاو مذاکرات هیله بښونکي او تر ټولو مهم دي، ځکه په خبره یې دواړه لوري هوکړې ته چمتو شوي او په دې مذاکراتو کې د ډېر پرمختګ امکان دی. زاخیلوال وايي، چې که دواړه لوري په دې پړاو مذاکراتو کې هوکړې ته ونه رسیږي، نو د سولې روانې هڅې به یو قدم شاتګ وکړي. عمر زاخیلوال پاکستان ته د ولسمشر غني سفر ته په اشارې وايي، چې د حکومتونو تر منځ تګ راتګ مهم دی او ورته سفرونه د اعتماد فضا رامنځته کولای شي. نوموړی پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر څخه ملاتړ کوي او وايي، په دغو سفرونو کې باید د ملي ګټو په محور خبرې وشي نه د ملي ګټو په قیمت. زاخیلوال وايي، په اوس وخت کې ټاکنې او سوله سره په تناقض کې دي، خو باید له ټاکنو وړاندې سوله وشي. دده په باور، په سوله کې شفافې ټاکنې ترسره کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: