چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / افغانستان / زلمی خلیلزاد وايي دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي!

زلمی خلیلزاد وايي دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي!

خلیلزاد په خپله دا خبره د اګست پر ۱۲مه د شپې مهال په ټویټر لیکلې او ویلي یې دي چې د اتم پړاو خبرې بشپړې شوې.

د امریکا او طالبانو خبرې د اګسټ له درېیمې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې وې او د اګسټ پر ۱۲مه پای ته ورسېدې

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې دا خبرې ګټورې وې او دواړو مرکچي پلاویو څو ورځې په تخنیکي جزیاتو تمرکز درلود.

خلیلزاد مخکې د اختر په لومړۍ ورځ ویلي و چې د سولې د یوې تلپاتې او عزتمنې پخلاینې او د یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هېوادونو ته ګواښ نه‌ وي نه‌ ستړی کېدونکی کار کوي.

هغه هیله ښودلې وه چې دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي.

طالبانو هم اتم پړاو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې کوي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تر دې خبرو وروسته مشال راډیو ته وویل ټولې هغه خبرې چې نتیجه‌ یې د جګړې ختم او اوربند وي دوی ته مهمې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: