چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / افغانستان / زیرو هېچ:د افغانستان په اوږده جګړه کې امریکا بایلونکې ده

زیرو هېچ:د افغانستان په اوږده جګړه کې امریکا بایلونکې ده

زیرو هېج مشهوره امریکایي نشریه په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکي چې د افغانستان په اوږده جګړه کې امریکا بایلونکې ده، ځکه هغه موخې یې چې ځان ته ټاکلې وې پکې بریالۍ نه شوه. د سرچینې په وینا افغانستان ته د امنیت راوستل، د نشه يي توکو کښت او قاچاق له منځه وړل، قوي حکومت جوړول، سوله او ثبات راوستل هغه څه وو، چې امریکا یې په اړه ژمنې کړې وې، خو اوس ښکاري چې په دې ټولو موخو کې پاتې راغلې ده. په مطلب کې همدا راز راځي چې په امریکايي حکومت کې د افغانستان په اړه اړین همغږي او واحده پالیسی نشته، نو ځکه هلته جګړې اوږدېږي او وخت په وخت سیاستونه تغیر کوي. د سرچینې په وینا د افغان جګړې په اړه پنټاګون یو څه، بهرنیو چارو وزارت بل څه، خو ټرمپ بیا د خپل کمپاین په اړه ددې جګړې په تړاو نورې څرګندونې کوي. سرچینه د سولې وروستیو خبرو ته په اشارې وايي، امریکا پرته له دې چې خپلو موخو ته ورسېږي خبرې پیل کړې دي او دا هم معلومه نه ده، چې د خبرو پایله به څه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: