جمعه , اګست 23 2019
کور / پوهنه / سامسنګ شرکت د ځيرک موبایل لپاره ۱۰۸ مېګا پېکسله کمره چمتو کړې

سامسنګ شرکت د ځيرک موبایل لپاره ۱۰۸ مېګا پېکسله کمره چمتو کړې

د چین شیاومي مبایل شرکت د سامسنګ شرکت سره په ګډه د ځیرک مبایل لپاره داسې کامره چمتو کړې چې «۱۰۸» میګا پېکسله سنسر لرونکې ده.

دغه کامره به د شیاومي شرکت په راتلونکي ریل مي «redme» مبایل کې نصب شي، چې په «۹۰۲۴+۱۲۰۳۲» پېکسلز سره به عکس اخلي او د یوه عکس کچه به یې له ۵۰ ام بي څخه پورته وي.

شیاومې شرکت د یادې کامرې اعلان کړی خو د مبایل وړاندې کولو نېټه یې نه ده په ډاګه کړې، دوی یوازې په خپله لنډه ویدیو کې د «See you later» جمله لیکلې ده.

دغه سنسر په ۳۰ فریم سره په یوه ثانیه کې د 6k ویدیو جوړولو وړتیا لري چې په لومړي وار په ځیرک مبایل کې وړاندې کیږي.

د سامسنګ شرکت مبایلونو کامره په تېره نږدې کې د شپې لخوا د غوره عکس نه اخیستلو له کبله له سختو نېوکو سره مخ وه، ددې ستونزې له منځه وړلو لپاره سامسنګ په یاد سنسر کې د چپ کچه هم لوړه کړې ده.

د سامسنګ او شیاومې شرکتونو په ګډه له دې وړاندې په یوه نوي مبایل کې چې د روان کال په وروستیو کې به وړاندې شي د ۶۴ میګا پېکسله کامرې خبر ورکړی دی، دغه کامره چې غوره زووم یا نږدې والی لري، د یوه عکس سایز به یې تر ۵۰ ام بي پورې وي.

که چیرې شیاومې شرکت د سامسنګ سره په ګډه په «۱۰۸» میګا پېکسله کامره چمتو والي کې بریالي شول دا به د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې نوی او جالب پړاو وي، ځکه چې تر دې دمه په ځيرک مبایلونو کې له ۴۸ میګا پېکسل څخه د لوړ کیفیت کامره نه ده وړاندې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: