جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / سرور دانش: ښځې پر دولتي ادارو کې ځوریږي

سرور دانش: ښځې پر دولتي ادارو کې ځوریږي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش لویې څارنوالي ته امر کړی دی چې په دولتي ادارو کې د ښځو د ځورونې ادعاوې په جدي ډول وڅېړي. نوموړي دا خبرې نن په کابل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د همغږۍ ملي کنفرانس ته په خبرو کې کړې دي. دانش ویلي، د ملي یووالي حکومت په دوره کې ښځو تر ډېره خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړی دی او دغه راز حکومت هڅه کړې چې د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي خو په دې وروستیو کې د ځینو کسانو له خوا په حکومت کې دننه د ښځو د جنسي ځورونې ادعاوې کېږي چې جدي څېړنې او اروزنې ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی هغه که تر هر عنوان لاندې وي دوی ته د منلو نه دی. دانش، لویې څارنوالۍ او اړوندو ادارو ته امر کړی دی چې په ټولو دولتي ادارو کې دا مورد تر جدي څېړنې لاندې ونیسي او معلومات یې پر وخت له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: