یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / سرپل: وسله والو په یوه وسله وال برید کې د یوه کور دوه غړي وژل شوي

سرپل: وسله والو په یوه وسله وال برید کې د یوه کور دوه غړي وژل شوي

طالبانو تېره شپه په سرپل ولایت کې د صیادو د ولسوال په کور وسله وال برید کی چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
د سرپل د والي وویاند ذبیح الله اماني تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، پېښه تېره شپه دوه بجې د صیادو د ولسوال حیات الله حیات په کور شوې چې طالبانو غوښتل دغه ولسوال ترور کړي.
د اماني په خبره، کله چې طالبانو برید کړی، د حیات الله حیات له کوره هم مقاومت ورسره شوی دی چې په ترڅ کې ی د ولسوال کاکا او زوی وژل شوی خو ولسوال ژغورل شوی دی او دوه ساتونکي یې هم ژوبل دي.
ښاغلي اماني زیاته کړه په دغه نښته کې د ولسوال کور زیانمن شوی او طالبانو د هغه هایلکس موټر ته هم اور اچولی دی.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: