دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / سعودي عربستان غواړي په هند کې د ۱۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه وګړي

سعودي عربستان غواړي په هند کې د ۱۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه وګړي

په هند کې د سعودي سفیر ویلي چې هېواد یې غواړي په دې هېواد کې د سل میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. سعود بن محمد الساطي ویلي، سعودي چمتو دی چې په هندوستان کې په بیلابیلو برخو کې د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. هغه زیاته کړې، سعودي به دا پانګونه د انرژي، زیربنا، کرنې او کانونو په برخه کې وکړي. نوموړي ویلي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هم د سعودي په څېر غني هېواد کې پانګونې ته لیواله دی. الساطي دغه راز ویلي، له هندوستان سره اوږدمهاله اقتصادي همکاري غواړي او د تجارتي راکړې ورکړې حجم به هم تر ۳۴ میلیارد ډالرو پورې لوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: