دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / سعودي عربستان له عراق او پاکستان غوښتي چې له ایران سره د ناندریو په کمولو کې همکاري وکړي

سعودي عربستان له عراق او پاکستان غوښتي چې له ایران سره د ناندریو په کمولو کې همکاري وکړي

سعودي عربستان له عراق او پاکستان غوښتي چې له ایران سره د ناندریو په کمولو کې همکاري وکړي. نیویارک ټایمز وايي دغه غوښتنه ولیعهد محمد بن سلمان کړې ده. سرچینه دا هم وایي چې د سعودي عربستان د امنیت په اړه د امریکا ژمنې هم له پوښتنې سره مخ شوې دي. نیویارک ټایمز له همدې امله سعودي عربستان پخپله هڅه کوي له ایران سره روانې ناندرۍ راکمې کړي. د سعودي عربستان حکومت بیا پر دې راپور غبرګون ښودلی دی. عرب چارواکو رسنیو ته ویلي چې د منځګړیتوب غوښتنه سعودي عربستان نه ده کړې، بلکې پاکستان او عراق یې وړاندیز کړی دی. د چارواکو په وینا دغه دواړو هېوادونو وړاندیز کړی چې دوی به له ایراني لوري سره خبرې کړي او هڅه به وکړي چې په سیمه کې ناندرۍ راکمې کړي. د ایران او سعودي عربستان تر منځ اړیکې هله نورې هم خرابې شوې چې بې پيلوټه الوتکه د عربستان د تېلو پر چانځایونو برید وکړ. عربستان یې د ایران کار بولي خو ایران دا خبره ردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: