دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / سعودي مېرمنې له شرعي محرم پرته سفر کولی شي

سعودي مېرمنې له شرعي محرم پرته سفر کولی شي

له کلونو وروسته سعودي عربستان مېرمنو ته اجازه ورکړې چې له شرعي محرم پرته سفر کولی شي. د سعودي عربستان دوو مهمو چارواکو دغه خبره تایید کړې ده. د سعودي د قوانینو له مخې ښځینه نه شي کولی چې لږ تر لږه له ۲۱ کلن شرعي محرم پرته کوم ځای ته سفر وکړي. اوس د سعودي حکومت یو هیئت ټاکلی دی چې په دغه قانون کې تعدیل راولي. حکومت ویلي چې همدا روان کال به تر تعدیل وروسته دغه قانون عملي کېږي چې تر هغه وروسته عرب مېرمنې کولی شي په ازادانه توګه سفرونه وکړي او شرعي محرم ته به اړتیا نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: