چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سهیل شاهین: اووم پړاو خبرې ډېرې مهمې دي او دواړه لوري د محسوسو پایلو تمه لري

سهیل شاهین: اووم پړاو خبرې ډېرې مهمې دي او دواړه لوري د محسوسو پایلو تمه لري

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې روانې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالب پلاوي سره چې مشري یې ملا برادر کوي اووم پړاو مهمې خبرې پیل کړې دي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، اووم پړاو خبرې ډېرې مهمې دي او دواړه لوري د محسوسو پایلو تمه لري. تر اوسه د مذاکراتو شپږ پړاونه تېر شوي خو طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتوالی نه ده ښودلی او په دې پړاو خبرو کې که څه هم طالبانو ویلي چې پر نورو موضوعاتو بحث نه کوي خو رسنۍ وایي چې طالبانو لا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه نه ده نرمه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: