سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / سوریه ته د امریکا پوځ نوي کاروانونه رسېدلي دي

سوریه ته د امریکا پوځ نوي کاروانونه رسېدلي دي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د سوریې شمال ته ځينې نوي امریکایي کاروانونه رسېدلي دي او دوی زرهي ټانکونه له ځان سره وړي دي. د راپورونو له مخې دوی د تېلو د زېرمو په شاوخوا کې ځای پر ځای کېږي. د امریکا ددفاع وزیر هم ویلي وو چې دوی د سوریې د تيلي سرچینو په شاوخوا کې خپل حضور پراخوي. بلخوا روسیې بیا د امریکا پر دغه کار نیوکه کړې ده. مسکو وايي امریکا په غیر قانوني توګه یو ځل بیا په سوریه کې خپل نظامي حضور تقویه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: