جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرو ته پام کړی دی

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرو ته پام کړی دی

د ورځپاڼې په لیکنه، که دواړه لوري یوه توافق ته ورسېږي، ویل کېږي د طالبانو تضمین به هم په‌کې شامل وي چې افغانستان به یو ځل بیا د افراطیانو په مرکز نه‌بدلېږي.
په مقاله کې راغلي چې په هر حال، په دغه هېواد کې د القاعده او داعش ډلې څانګې هم فعالې دي.
ورځپاڼه لیکي، طالبان شااوخوا هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې حملې کوي او عمدتاً افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکي هدف ګرځوي.
خو د ورځپاڼې په وینا، په وژل شویو کې ډېری ملکيان دي.
په مقاله کې راغلي چې اوربند او دا چې طالبان به د افغان حکومت له استازو سره خبرې کوي، هم به په احتمالي هوکړه‌لیک کې شامل وي.
دې ډلې تر اوسه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې ده او حکومت‌یې د امريکا لاسپوڅی بللی دی.
ورځپاڼې لیکلي، طالبانو شااوخوا د نیم افغانستان کنټرول په لاس کې اخیستی، او په ۲۰۰۱ کال کې د دوی د پنځه کلن حکومت د ړنګېدو وروسته په تر ټولو پياوړي وضعیت کې دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو پرته له دې چې نتيجه‌یې په رسمي توګه اعلان شي، د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
طالبان وايي، اوس د امريکا او طالبانو مذاکره کوونکي له خپلو مشرانو سره مشوره کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دغو خبرو پای ته رسېدو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې د خبرو نتيجه ډېره مهمه ده او باید د جګړې د ختمېدو لامل شي.
د سولې د هڅو پر مهال په افغانستان کې جګړه دوام لري.

ګارډين

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، کوچنيان د دې جګړې د تلفاتو درېيمه برخه دي.
ورځپاڼې لیکلي، ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې تېر کال‌يې ۹۲۰ وژل شوي او ۲۱۰۰ ټپيان شوي کوچنيان ثبت کړي دي.
ګارډین د یو شمېر کوچنيانو عکسونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي.
ورځپاڼې د خوست د اوسېدونکي ۶ کلن اسد له قوله لیکلي کله چې ماخوستن د هلیکوپټر غږ اوري، بېرېږي.
اسد ویلي دي چې د خپل ژوند د خونديتوب په خاطر يې ټوپک کارول زده کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۶ کلنه راضیه د هلمند ولایت اوسېدونکې ده او د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې يې دوه وروڼه او یوه خور وژل شوي او په خپله ټپي شوې ده.
ورځپاڼې لیکلي، راضیه چې اوس په یوه روغتون کې بستر ده، خپل کور ته له تګه بېرېږي ځکه د دې په وینا، هلته ډېری وختونه جګړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: