دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / سید اکبر اغا:طالبان دا ځل له امریکایانو څخه غوڅ ځواب غواړي

سید اکبر اغا:طالبان دا ځل له امریکایانو څخه غوڅ ځواب غواړي

پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې دي، خو ټاکل شوې چې طالبان دا ځل له امریکایانو غوڅ ځواب وغواړي. دده په خبره تر ډېره خبرې په دې روانې دي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان ووځي او باید په همدې تړاو پر یوه مهالوېش هوکړه وشي. د سید اکبر اغان په وینا که امریکا دا ځل له طالبانو سره کومې هوکړې ته و نه رسېږي، نو ښایي روانو مذاکراتو ته ضربه ورسېږي او جګړې شدیدې شي. د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو مذاکرات پرون په قطر کې پیل شول. زلمي خلیلزاد ددې خبرو تر پیل مخکې ویلي چې د یوې جامع هوکړې د رامنځ ته کولو لپاره هڅې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: