دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / افغانستان / شاهین: د افغان شخړې په سوله ییزه توګه د حل کېدو غوښتونکي یو

شاهین: د افغان شخړې په سوله ییزه توګه د حل کېدو غوښتونکي یو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین یو ځل بیا د افغان شخړې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی. نوموړي پر خپل ټویټر نن ورځ، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل له اتلسمې کالیزې سره برابره ده، یوه توره ورځ بللې او زیاته کړې یې ده، کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ نو یو ژورنالیست ده ته ټلفون وکړ او زیاته یې کړه، امریکا پر افغانستان برید کړی دی، ستاسې غبرګون څه دی. د نوموړي په خبره، ده په هغه وخت کې هم ورته ویلي وو چې امریکا تېروتنه کړې ده. ځکه د ده په وینا افغانستان د ژور سمندر په څېر دی څومره چې دوی(امریکایان) حرکت کوي هغومره به لاندې لاړ شي. هغه ویلي، که چېرته دې شخړې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېنښودل شي نو دوی به جګړه وکړي او تاریخ به بیا تکرار کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: