یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / پاکستان / شاه محمود قریشي: د افغانستان سوله د پاکستان په ګډون ټولو سیمو ته د ثبات زېری دی

شاه محمود قریشي: د افغانستان سوله د پاکستان په ګډون ټولو سیمو ته د ثبات زېری دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، افغان سوله، د پاکستان په شمول د ټولې سیمې پر ثبات مثبت اغېز کولی شي.
قریشي د اقتصادي پیوستون یو کنفرانس ته په وینا کې زیاته کړې، که په افغانستان کې سوله راغله ورسره به د ترانزېټ لپاره ځمکنۍ لارې خلاصې شي.
نوموړي زیاته کړې چې اوسني حکومت یې له امریکا سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغولې او پاکستان به د افغان سولې د پروسې له بریا وروسته د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګریز پیوستون په برخه کې مهم رول ادا کړي.
پاکستان داسې مهال دافغان سولې په اړه د رغنده ګامونو سپارښتنه، او دا سوله دټولې سیمې دامنیت په مانا بولي چې امریکا یوځل بیا د دې پروسې له پیل خبر ورکړی دی.
ټرمپ او دامریکا دبهرنیو چارو وزارت نږدې درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې طالبانو سره به د افغان سولې په اړه پر وروستي تړون کار وکړي، دوی زیاته کړه، دابه وکولای شي چې روان کړکېچ ختم، او دایمي سوله رامنځته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: