جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان: حزب الاحرار وسله ډلې د یو برید په ترڅ کې پاکستاني پوځیان وژلي

شمالي وزیرستان: حزب الاحرار وسله ډلې د یو برید په ترڅ کې پاکستاني پوځیان وژلي

دافغانستان د پولې سره لګیدلې دخیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې په یوه امنیتي پوسته برید کې درې پوځیان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو د خالي په ورځ رسنیو ویلي دغه برید دشمالي وزیرستان د رزمک په ملکان نومي امنیتي پوسته وسله والو طالبانو کړی دی.

سرچینې وایي پوځیان په امنیتي پوسته کې د نور کله په څېر په ډیوټۍ ولاړ وؤ چې د نامعلوم لوري نه پرې ناتاره ډزې وشوې اؤ هغوئ ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په پېښه کې د وژل شوؤ پوځیانو پیژندګلو د نائیک عبدالجبار،سپاهي اصف اؤ‌ سپاهي نظام الدین په نومونو شوې ده اؤ د محمد اسماعیل په نوم سپاهي ژوبل شوی دی.

د دې برید پړه حزب الاحرار وسله والې ډلې اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې ورځو کې په پاکستاني پوځ ا‌ؤ‌‌ پولیسو څومره بریدونه شوي دهغې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک حزب الاحرار ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسفزي قبولې کړې اؤ هغوئ پخپلو بیانونو کې دا ګواښونه هم کړي چې په راتلونکي کې به هم په امنیتي سرتیرو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

شمالي وزیرستان سیمه په تیرو وختونو کې د القاعده اؤ طالبانو مضبوط مرکز ګڼل کیدلو خو په کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان پوځ دغلته د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه پوځي عملیات کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې اوس یې دغه سیمه د ترهګرو نه پاکه کړې ده.

خو دپوځ ددې دعوؤ باوجود وخت په وخت په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونه کیږي چې تر دې دمه پکې په شلګونو پوځیان وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

دعوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین اوړمه ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي وؤ چې په پوځ اؤ پولیسو کیدونکي بریدونه ښایي ترهګرې ډلې یو ځل بیا په هیواد کې منظم شوي دي اؤ چې چرته وغواړي خپل اهداف په اسانۍ نخښه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: