پنجشنبه , سپتمبر 19 2019
کور / خبرونه / شمالي وزیرستان: پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی

شمالي وزیرستان: پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی

د ټرایبل نیوز سرچینې د مالوماتو له مخې تېره شپه د شمالي وزیرستان په تحصیل میر علي ” نیتاسي ” سیمه کې پر پاکستاني پوځ وسله وال بريد شوی.

یاد برید بېګاه شپه هغه مهال تر سره شوی چې پوځ په دغه سیمه کې د شپنیو عملیاتو لپاره روان وو چې له یوه خونړي برید سره مخ شول.
راپور زیاتوي چې په ترسره شوي برید کې د “راکټ لانچر” په ګډون نورې سپکې وسلې هم کارول شوي چې تر یو ساعته پورې دوام یې درلود؛ په راپور کې دا هم راغلي چې پوځ ته د ځاني زیان د اوښتو له امله ونتوانېده چې یادې سیمې ته ننوځي او عملیات ترسره کړي.

د باوري سرچینو په وینا دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته دروند زیان اووښتی؛ سرچینه زیاتوي په دغه برید کې د پاکستاني پوځ شپږ تنه عسکر مړه او د اتو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی، په یاد برید کې دوه موټرې هم زیان منې شوي او پوځ له سیمې بېرته بې له کومې لاسته راوړنې په شا شوی.

د برید پړه د حزب الاحرار ډلې ویاند ټرایبل نیوز ته د ایمیل له لارې په یوه راستول شوي پېغام کې منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: