شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی دی

شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی دی

شمالي کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې له ټګي برګي او فریبکارانه سیاست نه دې لاس پر سر شي ګنې دوی هم پرمختللې وسلې لري او خولې به یې امریکا ته سیخې کړي. د شمالي کوریا رسمي اوونیزې نیوزویک ویلي، امریکا هڅه کوي په داسې حال کې پر پیونګ یانګ تازه بندیزونه وضع کړي چې د دواړو هېوادونو مشران خبرو ته سره کېني. سرچینې د مایک پومپیو هغه څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې وو، په پام کې ده د شمالي کوریا شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصاد تر فشار لاندې راولي ویلي، پومپیو غیر سنجیده خبرې کوي او د امریکا په څېر یو هېواد وزیر باید خپلو خبرو ته پوره پام وکړي. د سرچینې په خبره امریکا دې د شمالي کوریا د ماتولو خوبونه له سره وباسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: