شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا دوه نوي توغندي د ازموینې لپاره توغولي

شمالي کوریا دوه نوي توغندي د ازموینې لپاره توغولي

د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا نن سهار دوه نوي توغندي توغوولي دي خو د نوعیت په اړه یې معلومات نشته دي. دوی وایي چې شمالي کوریا د خپلو توغندیو ازمویلو ته ادامه ورکړې ده او دا مسئله د رامنځ ته شویو هوکړو مخالف کار دی. شمالي کوریا له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې توغندي به نه ازمويي او د نورو توغندیو د جوړونې لړۍ به په ټپه دروي. دغه هېواد کابو هره اونۍ نوي توغندي جوړوې او د جاپان د اوبو په لور یې توغوي. امریکا بیا وايي شمالي کوریا هغه توغندي ازمويي چې ددوی ترمنځ موافقاتو کې بحث نه دی ورباندې شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: