یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا نوي توغندي ازمویلي دي

شمالي کوریا نوي توغندي ازمویلي دي

شمالي کوریا نوي توغندي ازمویلي دي. د شمالي کوریا حکومتي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې دوی ډېر مهم ازمویښتونه ترسره کړي دي او د شمالي کوریا برخلیک به بدل کړي. ددوی په خبره دغه ازمویښتونه به د شمالي کوریا موقعیت او سیاسي دریځ پیاوړی کړي. توغندي تېره ورځ ناوخته د چین پولې ته نږدې ازمویل شوي دي. شمالي کوریا داسې مهال دغه توغندي ازمویي چې له امریکا سره یې یو ځل بیا ناندرۍ پيل شوې دي. ټرمپ بیا ویلي وو که شمالي کوریا له نړیوالو قوانینو سرغړونې ته ادامه ورکړي نو دوی پر پوځي اقدام لاس پورې کوي. خو شمالي کوریا وایي چې امریکایي لوري یې پر ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه دوی هم بېرته د خپلو وسلو ازمویلو او جوړولو ته مخه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: