جمعه , اپریل 3 2020
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا وايي د امریکا سره په بحث کې د اټومي وسلو د تړون له منځه وړلو مسله شامله نده

شمالي کوریا وايي د امریکا سره په بحث کې د اټومي وسلو د تړون له منځه وړلو مسله شامله نده

په ملګرو ملتونوکې د شمالي کوریا سفیر ویلي چې په کوریاګانوکې د اټومي وسلو د له منځه تلو مسئله له امریکا سره په بحث کې شامله نه ده.
کېم سونګ پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، په نیویارک کې وویل چې داسې خبرې چې واشنګټن یې غوښتنه لري چې محتوا او دوام ولري، یوازې د دې لپاره دي چې وخت وسپموي او د امریکا په کورنۍ سیاسي اجنډا کې رېښې لري.
کېم وویل: “مونږ اوس نه غواړو چې له امریکا سره اوږدې خبرې وکړو او د غیر اټومي کېدو مسئله د خبرو له مېزه لرې شوې ده.”
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا سره روابط ښه کړي چې د هغه د بهرني سیاست یو پرمختګ بلل کېږي.
هغه دری واره د شمالي کوریا له مشر سره خبرې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ د ډېسېمبر په ۷مه، د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جاي ان سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې له شمالي کوریا سره د ډیالوګ لپاره فشارونه جاري وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: