شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / شمالي کوریا یوځل بیا لنډ واټن لرونکي میزایل وه ازمایل

شمالي کوریا یوځل بیا لنډ واټن لرونکي میزایل وه ازمایل

د راپورونو له مخې شمالي کوریا نن یو ځل بیا د لنډ واټن ویشتونکي دوه میزایل ازمایلي دي. جنوبي کوریا وایي، شمالي کوریا دا کار د امریکا او جنوبي کوریا د ګډ نظامي تمرین په غبرګون کې کړی دی او ښایي نور توغندي هم وازمایي. دا میزایل له هغه څو ساعتونه وروسته وازمایل شول‌ چې ټرمپ وویل د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه یې یو ښه لیک ترلاسه کړی دی. د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې ټرمپ او کیم جونګ اون سره ولیدل او له هغه وروسته هم شمالي کوریا څو توغندي ازمایلي وو. د جنوبي کوریا پوځ وایي‌ د شمالي کوریا دغه ازمایل شوي‌ میزایل ۴۰۰ کیلو مېتره پورته هوا ته توغول شوي دي. خو شمالي کوریا لا دا راپور رسماً نه دی تایید کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: