جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / بين المللي / شهزاد محمدي: ډاکټر د لوبو اجازه راکړې وه، ناحقه د نړیوال جام له ټیم ویستل شوی یم

شهزاد محمدي: ډاکټر د لوبو اجازه راکړې وه، ناحقه د نړیوال جام له ټیم ویستل شوی یم

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړی شهزاد محمدي وايي چې دی په ناحقه د نړیوال جام له ټیم څخه ایستل شوی دی.

شهزاد په نړیوال جام کې د ملي ټیم تر لومړیو دوو پرله‌پسې ماتو وروسته له ټیم و ایستل شو.

شهزاد محمدي پرون له لندنه کابل ته ورسېد او له رسنیو سره یې د کابل په هوايي ډګر کې خبرې وکړې: “ناجایزه یې لېرې کړی یم. د هر یو لوبغاړي خوب وي چې نړیوال جام کې ولوبېږي. ۲۰۱۵ میلادي نړیوال جام کې یې هم ونه لوبولم. پنځه کاله مې انتظار وکړ دلته راغلم. دا دی بیا یې بهر کړم. زه به اوس ۲۰۲۳ ته بیا انتظار کوم.”

محمدي وايي چې ده له ډاکټر سره خبرې کړې وې او د لوبو اجازه یې هم ورکړې وه.

اخوا د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې شهزاد محمدي ژوبل دی او معاینه یې ډاکټرانو او د کرکټ نړیوالې شورا تصدیق کړې ده.

د بورډ چارواکي وايي چې د شهزاد پر ځای ځوان لوبغاړی اکرام علي‌خېل ته چانس ورکړل شوی دی.

خلکو په ملي لوبډله کې وروستیو بدلونو ته منفي او مثبت غبرګونونه ښودلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: