پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / شپږیزه: میس عینک کابل بازانو ته ماتې ورکړه او په ۹ ویکټو یې بریا خپله کړه

شپږیزه: میس عینک کابل بازانو ته ماتې ورکړه او په ۹ ویکټو یې بریا خپله کړه

د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په دولسمې لوبې کې نن یکشنبه (د تلې ۲۱مه) د کابل بازانو او میس عینک اتلانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې میس عینک په نهو ویکټو د لوبې بریا خپله کړه.په دغې بریا سره د مس عینک لوبډلې د پلې اف یا نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه وکړه چې په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې.کریم جنت ۲۷ او حضرت الله ځاځي ۲۶ منډې ترسره کړې.د میس عینک لوبغاړي نور احمد ښه توپ اچونه وکړه او درې ویکټې یې واخیستې.دویمې پاڼۍ کې د ۱۳۲ منډو پوره کولو لپاره د میس عینک لوبډلې د یوې ویکټې د لاسه ورکولو سره اتلسو اورونو کې هدف پوره او په نهو ویکټو یې لوبه وګټله.د مس عین نوی ستوری صدیق الله هم په ننۍ لوبې کې و او دا لومړۍ ځل و چې د یادې لوبډلې په ګټه یې لوبه وکړه.د میس عینک لوبغاړو هر یو نور علي ځدراڼ ۷۲ ناسوځېدلې، احسان الله جنت ۳۶ او رحمن الله ګربز ۱۷ منډې وکړې.د لوبې غوره لوبغاړی نور احمد وټاکل شو ځکه درې مهمې ویکټې یې واخیستې.د میس عینک نوی ستوری صدیق الله هم په ننۍ لوبې کې و او دا لومړۍ ځل و چې د یادې لوبډلې په ګټه یې لوبه وکړه.په ننۍ بریا د میس عینک لوبډله نیمه پایلوبې یا پلې اف پړاو ته لاره ومونده او د کابل بازانو له دې مخکې دغه پړاو ته ځان رسولی و.د یادې لوبې تر پای ته رسېدو وروسته د بوست ساتونکو او سپین غر زمریانو ترمنځ لد شپږیزې کرکټ لیګ ۱۳مه لوبه پیل شوه.د لوبې پچه بوست ساتونکو وګټل او د سپین غر بازانو په وړاندې توپوهنه پیل کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: