پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان:د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دې مهالوېش وټاکل شي

طالبان:د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دې مهالوېش وټاکل شي

دې هېل نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې پرون د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو دویمه ورځ وه، خو وسله والو طالبانو لا هم ټینګار کړی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دې مهالوېش وټاکل شي. سرچینه د طالبانو د قطر دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې لیکي، چې طالبان د مهالوېش پر رامنځ ته کېدو ټینګار کوي. شاهین ویلي دواړه لوري به هڅه وکړي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي، مهالوېش رامنځ ته شي او تر هغه وروسته به پر نورو مواردو هم بحثونه کېږي. طالبانو تل ویلي چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر حضور پورې بین الافغاني مذاکراتو ته نه حاضرېږي. بل پلو پرون د بهرنیو چارو زوارت ویلي چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: