سه شنبه , اګست 20 2019
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو شرط د بهرنیانو وتل ایښی دی

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو شرط د بهرنیانو وتل ایښی دی

وسله وال طالبان وایي تر هغه چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي، اوربند او بین الافغاني خبرو ته نه حاضرېږي. د امریکا غږ انګلیسي د راپور له مخې د قطر دفتر غړي او یوه مرکچي عباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي دوی هیله لري چې د امریکایي ځواکونو پر ایستلو بریالي شي. دده په خبره په لومړي پړاو کې خبرې ددغه ځواکونو پر ایستلو روانې دي او وسله وال طالبان به تر هغه بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته غاړه کې نه ږدي چې بهرنیو ځواکونو وتل نه وي پیل کړي. هغه همدا راز په خبرو کې هم له پرمختګونو یادونه کوي او وایي چې له امریکا سره خبرې روانې دي خو د لا وضاحت لپاره اوږدې شوې دي. د وسله والو طالبانو ترمنځ شپږم دور خبرې تېره اونۍ پای ته ورسېدې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري پر یو لړ مسایلو پرېکړې ته نږدې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: